آستین: له افغانستان د خپلو عسکرو په ایستلو کې د ولسمشر د پرېکړې ملاتړی یم

پنجره ورځپاڼه: له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په هکله د امریکا د دفاع وزیر، لوید آستین ویلي چې له ولسمشر سره یو ځای پر دې پرېکړه هېڅ ډول پښېمانه نه دي. هغه دا څرګندونې تېره ورځ د کانګرېس استماعیه غونډې ته کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر ویلي، دوی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو د ولسمشر بایډن د پرېکړې ملاتړ کوي او په وینا یې چې په دې کار هېڅ ډول پښېمانه نه دي.

هغه کانګرېس ته په وینا کې همداراز ویلي، چې عسکرو یې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال ۱۴۰ زره کسان هم ایستلي دي.

له لوید آستن څخه، چې د راتلونکي کال د دفاعي بودیجې د توضیح لپاره کانګرېس ته غوښتل شوی و، له افغانستان څخه د امریکاي ځواکونو د وتلو پر مهال د ۱۳ امریکايي عسکرو د وژل‌کېدو په اړه هم ترې پوښتنه شوې ده.

په دې ناسته کې د امریکا جمهوري‌غوښتونکي «جیم بنکس» یو ځل د استازو جرګې له مشر په ټینګار غوښتي چې له افغانستان څخه د دوی د عسکرو د وتلو په هکله د بایډن له ادارې پوښتنې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، انتوني بلینکن هم غوښتل شوي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په اړه خپل راپور له کانګرېس سره شریک کړي. امریکايي عسکر په افغانستان کې له څه باندې شل کلن ماموریت وروسته د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې له دغه هېواده ووتل.

ظاهر څراغ

Back to top button