پاکستان کې د وړو د وېش پر مهال ټیل ماټیل کې ۱۱ تنو ژوند بایللی دی

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي، چې دغه هېواد کې د وړیا اوړو د وېش پرمهال په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۱۱ تنو خپل ژوند بایللی دی. سرچېتې وایي چې اته تنه په خیبرپښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په ولایت کې مړه شوي دي.

پاکستان چې د ډالرو اسعارو له جدي کموالي سره مخ دی، تېره اونۍ یې د روژې په میاشت کې د بې وزلو کورنیو سره د وړیا اوړو وېش په داسې حال کې پیل کړی چې د توکو بیعې دورمره لوړې شوې چې د دې هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.

بلخوا پاکستاني چارواکو ویلي چې تر اوسه یې په پنجاب کې په خلکو شل میلیونه بوجۍ وړیا اوړه ویشلي دي او په وینا یې دا لړۍ دوام لري.

ظاهر څراغ

Back to top button