د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانانو لپاره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لرو

پنجره ورځپاڼه: ډیلیو اف پي يا د خوړو نړیۍال پروګرام خبرداری ورکړی که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، نو په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي.

دغه بنسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په اپریل میاشت کې چې دوه ورځې ورته پاتې دي، ۱۳ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راولي.

یاد سازمان وایي، راتلونکو اتو میاشتو کې ټول‌ټال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې افغانستان کې د اړو کسانو مرسته وکړي. تر دې وړاندې د ډبلیو‌ایف‌پي د افغانستان څانګې مشرې ویلي و، ډېر هغه کسان چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ له کبله اغېزمن کېږي، ښځې او ماشومان دي.

د ویلو وړ ده چې د خوړ نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و، چې افغانستان خلک د خوړو کموالي سره مخ دي او باید ژر تر ژره یې لاسنیوی وشي.

ظاهر څراغ

 

Back to top button