د افغانستان په تړاو د بخښنې نړۍوال سازمان اندېښنه

پنجره ورځپاڼه: د بخښنې نړۍوال سازمان په کلني راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې بشري حقونو وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

 د یاد سازمان راپور کې نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړل شوی دی. دغه سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې وضعیت په ځانګړې توګه د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ وضعیت محدود شوی دی.

 د بخښنې نړۍوال سازمان په دغه راپور کې نړۍ د بشري حقونو په مسئله کې په دوه مخۍ تورنه کړې او د ځینو لوېدیځو هېوادونو دوه مخی چلند یې د افغانستان او اوکراین له کډوالو سره پرتله کړی دی. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې د ډیموکراسۍ په جلسه کې په افغانستان کې د ښځو د فعالیتونو ستاینه کړې ده.

د بخښنې نړۍوال سازمان په خپل کلني راپور کې په نړۍ او افغانستان کې د خلکو د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو پر زیاتوالي هم بحث کړی دی. د دې ادارې د شمېرو پر اساس، د تېر کال تر پيله په افغانستان کې ۳،۸ مېلیونه خلک بې ځایه شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button