کرېکټ لوبډله له پاکستان د لوبلړۍ ګټلو وروسته کابل ته راستنه شوه

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو نړۍوالو سیالیو د لوبلړۍ له ګټلو وروسته نن سهار هېواد ته راستانه شول او ځینې نور یې، د هند د IPL لوبو لپاره دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړ، چې په کې افغان لوبدلې د بې ساري او ښه زیار پر مټ په لومړیو دوه سیالیو کې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې او دغه لوبلړۍ کې ۲-۱ تاریخي بریا خپله کړه.

ظاهر څراع

Back to top button