د خوړو پروګرام افغانستان کې د لوږې زیاتېدو اندېښنه ښودلې

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

د WFP د اسیاپسفیک څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، سختې لوږې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان ځپلي او له ډلې یې ۶ میلیونه له قحطۍ یوازې یو څو ګامه فاصله لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د عوایدو فرصتونه کم شوي او په ټول هېواد کې د خلکو ستونزې پراخې شوې دي. ملګرو ملتونو ویلي چې، روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړ وي.

د ویلو ده، چې د خوړو نړۍوال څو ځلې پخوا هم افغانستان کې د لوږې او غربت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې وې او له خیریه نهادونو یې د افغانانو د لاسنیوي غوښتنه کړې وه.

ظاهر څراع

Back to top button