ریچارد بنټ له طالبانو غوښتي چې معترضې نجونې خوشې کړي

پنجره ورځپاڼه: په کابل کې د یو شمېر اعتراض کوونکو نجونو له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکونکي پرته له کوم قید او شرط څخه د دغو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ نن دوشنبه د وري ۷مه د درې اعتراض کوونکو ښځو د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دا ښځې يوه ورځ وړاندې په داسې حال کې ونيول شوې چې د کابل په لويديځ کې يې په لاريون کې برخه اخيستې وه.

رقیه ساعي، فاطمه محمدي او ملالۍ هاشمي هغه میرمنې دي چې د کابل په لویدیځ کې د ښځو د کار او زده‌کړو د بندیدو په غبرګون کې یې له یو شمیر ښځو سره مظاهره وکړه.

ریچارډ بنټ په خپل ټویټ کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‌کړې د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل او د ښځو د کار ممنوعیت د هېواد دننه او نړۍواله کچه غبرګونونه راپارولي او یو شمېر ښځو او نجونو د دغو بندیزونو پر ضد په وار وار لاریونونه کړي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button