کابل ښار کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۲ نور يې ټپیان کړي دي

پنجره ورځپاڼه: په کابل کې ايمرجنسي روغتون وايي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سره د نږدې چاودنې څخه دوه مړي او ۱۲ تنه ژوبل کسان ور وړل شوي دي.

دا چاودنه د داوودزي سوداګريز مرکز د ننوتو په دروازه کې يو څو دقيقې وړاندې شوې ده. دا مرکز د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ ته نږدې دی.

ايمرجنسي روغتون په يوه ټويټ کې ليکلي، چې دې روغتون ته د يوه ماشوم په ګډون ۱۲ نفر ور وړل شوي، خو دوو تنو له ور وړل کېدو سره سم ساه ورکړې ده. تر دې وړاندې هم سرچينو ويلي و، چې دا چاودنه مرګ ژوبله لري، خو شمېر يې معلوم نه دی.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ظاهر څراغ

Back to top button