د امریکا سنا مجلس له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو راپور ته په تمه دی

پنجره_ورځپاڼه: ټاکل شوې چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور د درې اوونیو په ترڅ کې کانګرس ته وړاندې کړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ په واشنګتن کې د سنا یوې استماعیه غونډې ته کړې ده. په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې، د بهرنیو چارو وزیر که چېرته د دوی له غوښتنې سره سم اسناد وړاندې نه‌کړي، احضار به یې کړي.

جمهوري غوښتونکي انتقاد کوي چې، له افغانستانه د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې دیارلس امریکایي سرتېرې ووژل شول. دوی همداراز وايي، دا ځواکونه په داسې بېړه ووتل چې په سلګونو امریکایان او په زرګونو هغه افغانان چې له امریکایي سرتېرو سره یې کار کړی وو، په افغانستان کې ایسار پاتې شول.

ظاهر څراغ

Back to top button