د خوړو نړۍوال پروګرام افغانانو سره د بېړنۍ مرستې وړاندیز کوي

پنجره ورځپانه: ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي د پروګرامونو تمویل لپاره بېړنی وړاندیز کوي.

ملګرو ملتونو ېره ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په افغانستان کې د روانو بحرانونو له کبله په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ځانونو ته کافي خواړه نه شي برابرولی.

تر دې وړاندې وړمه ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه بیان کې ویلي وو، چې په افغانستان کې په اپرېل میاشت کې د ۱۳ میلیونو کسانو د لاسنیوي لپاره په عاجل ډول ۹۳ میلیونه ډالرو او د راروانو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته مهال د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوی په نامه راغلې مرستې پر دوی په منصفانه ډول نه وېشل کېږي؛ خو د خوړو نړۍواال پروګرام د افغانستان بیا تراوسه څه نه دي ویلي.

ظاهر څراغ

Back to top button