کونړ کې یوه ځوان ځان وژنه کړې ده

پنجره ورځپاڼه: د کونړ ولایت ځایي رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې یوه ۲۰ کلن ځوان ځان وژنه کړې.

سرچیې وایی، چې د امید په نامه یوه ځوان تېره ورځ سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اړوند «کوټکي» کې ځان وژنه کړې.

سرچېنې، زیاتوي، چې امید په خپل کور کې ځان په «چریز» ټوپک ویشتلی او وروسته یې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له باللی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد ځوان څو کاله دمخه ترکیې ته په قاچاقي لارو تللی و، چې هلته ترکې پولیسو سخت شکنجه کړی او بیرته یې هیواد ته «ډیپوټ» یا راستون کړی و، چې له امله یې نوموړی په رواني ناروغه اخته شوی و.
کونړ کې ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د څیړنو خبر ورکړی دی.

د طالبانو واکمنۍ سره اکثره افغانان له بد اقتصادي وضعیت کړیږي، چې له امله یې زیاتره په رواني ناروغیو اخته شوي او ځینې ډیر کله له همدې امله ځان وژنې ته اړ کیږي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې یو ځوان سندرغاړي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button