افغانستان کې د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره هم وغځېده

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځولو.

د امريکا په په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو له دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې متحده عربي اماراتو او جاپان په ګډه د یوناما د ماموریت د غځولو مصوبه جوړه کړې وه او د امنیت شورا غړو ته یې وړاندې کړه او هغوی هم د رایو په اکثریت سره تایید کړه. د ملګرو ملتونو دفتر ليکي، چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې غځول شوی دی.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصيراحمد فايق هم، منلې چې يوناما يو ځل بيا په دغه هېواد کې خپل فعاليتونه وغځول.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په سیاسي چارو کې د امریکا استازي رابرټ ووډ ویلي، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د هغوی د مشارکت او د سولې او ثبات په برخو کې د یوناما رول مهم دی.

له دې سره جوخت په کابل کې د یوناما دفتر هم په یوه ټویټ سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې پریکړې پخلی کړی دی. بلخوا په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د سولې، ثبات، اقتصادي غوړېدا او ټولنینزو چارو لپاره يو مهم ګام دی.

ظاهر څراغ

Back to top button