د روغتيا نړۍوال سازمان افغانستان کې د واکسیناتورانو پر ملاتړ ټینګار کړی

پنجره ورځپاڼه: په افغانستان د پوليو واکسين له پيل کېدو سره سم د روغتيا نړۍوال سازمان په دغه هيواد کې د واکسيناتورانو پر ملاتړ او خونديتوب ټينګار کړى دى.

د روغتيا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې نن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې واکسيناتوران له زيادو خنډونو څخه په تېريدو سره د ژمې يخ او اوړي ګرمۍ کې هڅه کوي د افغانستان ټولو ماشومانو ته واکسين ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې د تيري دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو.

د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د ياد کمپاين پر مهال څه باندې ٩ ميليون ماشومان واکسين شي. همداراز د روان ميلادي کال له پيل څخه په افغانستان کې د پوليو د مثبتې پيښې ثبتېدو را پور نه دى ورکړل شوى.

ظاهر څراغ

Back to top button