د خبريالانو مرکز د لسم پړاو د جایزو ګټوونکو خبريالانه نومونه اعلان کړي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د خبریالانو مرکز نن ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد د کال غوره خبریال د لسم پړاو جایزې ګټوونکو خبریالانو نومونه اعلان کړي دي.

په دې نومونو کې د طلوع‌نیوز د پکتيا ولايت سيمه ييز خبریال محمد یوسف حنیف، د افغانستان انټرنېشنل خبریال محمد عارف یعقوبي او هرات کې د کلید راډيو خبریال مرجان وفا محمدي د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره، د هېواد د کال خبریال د لسم پړاو د کلنۍ جایزې ګټوونکي اعلان کړي دي او په ګډه یې دغه جایزه ترلاسه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د خبريالانو مرکز هر کال د يو لړ برنامو له لارې د کال د جايزه ګټوونکو ځینو خبريالانو نومونه اعلانوي.

ظاهر څراغ

Back to top button