د خوړو پروګرام: تیر کال مو افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې

پنجره ورځپاڼه: د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو هغو کسانو سره، چې د خوړو له کمښت سره مخ وو، مرستې کړي دي.

دغې ادارې په یوه تازه ټویټ پيغام کې ویلي، چې ددغه مرسته اخیستونکو ۱۲ میلیونه یې ښځې او نجونې دي. بلخوا دغه سازمان له هغه هېوادونو او سازمانونو څخه مننه کړې ده، چې په دې برخه کې یې له دوی سره مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو خوړو نړۍواله اداره وايي، چې سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دوی ته د رسېدو لپاره ۴،۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

ظاهر څراغ 

Back to top button