تاجکستان د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي سره د افغانستان پر وضعیت تمرکز کړی

پنجره ورځپاڼه: تاجکستاني رسنیو خبر ورکوي، چې د هېواد ولسمشر يې امام علی رحمان، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له سرمنشی ایمان‌قلی تسماګامباتوف سره، د افغانستان د وضعیت پر سر خبرې او بحثونه کړي دي.
سرچېنې وايي، چې دا غونډه پرون ورځ د تاجکستان په پلازمینه (دوشنبه) کې جوړه شوې وه؛ خو د امام علي رحمان او تسماګامباتوف ترمنځ د افغانستان په تړاو د خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي.

په دې ليدنه کې دواړو خواوو، د سياسي همکاريو پياوړتيا، د امنيتي تړون سازمان، د نړۍوالو فعاليتونو پراختيا او د پوځي او اقتصادي همکاريو زياتولو په هکله بحث او خبرې کړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې دوی همداراز په دې ليدنه کې ترهګرۍ، افراطيت، د نشه‌يي توکو قاچاق او سايبري جرمونو په ګډون، له امنيتي ګواښونو سره پر مبارزې ټينګار کړى دى.

تاجکستان ته د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د سرمنشي سفر، داسې مهال کېږي، چې ياد سازمان په دې وروستیو کې، د افغانستان او تاجکستان پر پوله پرتو ولایتونو کې، د زرګونو داعش جنګیالیو د راټولېدو خبر ورکړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button