بنګله‌دېش د افغانستان پر ځای د سارک سازمان مشري واخيسته

پنجره ورځپاڼه: سارک يا د جنوبي اسيا د سيمه‌ييزو همکاريو سازمان د دارالانشاء موثقو سرچينو په حواله راپورونو ښودلې، چې افغانستان د يو مشروع حکومت د نه‌لرلو له امله د دغه سازمان د خپلې دورې له مشرتوبه پاتې شوى دى.

د دغه سازمان مشري وخت په وخت غړو هېوادونو ته سپارل کېږي، خو افغانستان چې اوس په کې طالبان حاکمان دي او نظام یې سیمه‌ییز مشروعیت نه لري، د سارک له مشرتوبه پاتې شوی او دا مسولیت بنګله‌دېش ته سپارل شوی دی.

سرچېنې وايي، بنګله‌دېش د غلام سرور په نوم یو کس د جنوبي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان د عمومي مشر په توګه ټاکلی دی.

د دې سازمان د مشرتوب هره دوره درې کاله ده او سارک اته غړي لري چې وخت په وخت د دې سازمان د مشرتوب مسوولیت ټولو هېوادونو ته سپارل کېږي.

د سارک د عمومي منشي په توګه د معرفي شوي بنګه‌دېشي دیپلومات د پیژندنې غونډه د هند د بهرنیو چارو د وزیر په کوربه‌توب له افغانستان پرته د اوو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې ترسره شوه.

د سيمه ييزو همکاريو يا سارک سازمان، چې دفتر يې د نيپال پلازمېنه کټمنډو کې دی او د ۱۹۸۵ د ډسمبر په اتمه د هند، پاکستان، بنګله‌دیش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان له خوا رامنځته شو؛ خو ایران او چین د دغه سازمان څارونکي غړي دي. افغانستان د ۲۰۰۷ د اپریل په میاشت کې د سارک د ۱۴مې غونډې کې د اتم غړي په توګه غوښتنه وکړه.

ظاهر څراغ 

Back to top button