د روغتيا نړۍوال سازمان: اروپايي ټولنې د روغتیايي مرستو ډکه کڅوړه کابل ته رسولې

پنجره ورځپاڼه: د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې ویلي، چې د اروپايي ټولنې د روغتیایي مرستو یوه بله کڅوړه کابل ته رسېدلې ده.

د‌ روغتيا نړۍوال سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مرستو دغه بسته چې د حفظ الصحې توکي او د لومړنیو مرستو کڅوړې په کې شاملې دي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي له لارې به په ټول هېواد کې وویشل شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان همداراز ویلي چې د مرستو دغه بسته به د ګڼ شمېر افغانانو د روغتیا په ښه کولو کې رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بوریل تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې، څو له افغانستان سره به بشري مرستې دوام لري او له توپیر پرته به پر اړمنو خلکو وېشل کېږي.

ظاهر څراغ 

Back to top button