يونيسف: له پاکستانه، افغانستان ته د پولیو ویروس انتقال خطر شته

پنجره ورځپاڼه: يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه افغانستان ته د ګوزڼ (پوليو) ویروس د انتقال خطر شته دی.

دې ادارې تېره ورځ خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنیدونکو کډوالو له لوري د ګوزڼ ویروس د انتقال خطر شته.

کابل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اړیکو د څانګې مشر «کمال شاه» رسنیو ته ویلي، چې د دې ویروس د خپرېدو خطر د هغو کسانو کې زيات دی، چې له پاکستان څخه افغانستان ته ځي.

نوموړي ويلي، چې افغانستان ته د راستنیدونکو سره د پولیو ویروس د انتقال خطر شته او ټینګار یې کړی، چې بايد سرحدونو کې ګمارل شوي روغتیایي ټیمونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي. هغه همداراز هیله ښودلې، چې راستانه شوي ماشومان به واکسین شي.

يونيسف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې د پولیو د ویروس نږدې ۲۰ پېښې ثبت شوې وې؛ خو سږ کال په افغانستان کې د ياد ویروس کومه پېښه نه ده ثبت شوې. دا د

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا ویروس له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالېږي او په هرو ۲۰۰ اخته ماشومانو کې یو یې د تل لپاره فلج کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button