طالبانو په ننګرهار کې یوه ناوې په ډزو وژلې ده

پنجره ورځپاڼه: د ننګرهار سیمه ییزې رسنۍ خبر ورکوي، چې په د دغه ولايت طالبانو د تلاشۍ پر مهال یوه پوسته کې، ناوې وژلې ده.

سرچينې وايي، چې دا پېښه تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱ بجه د کوز کونړ ولسوالۍ په شګي کلي کې، رامنځته شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې دا ناوې هغه مهال وژل شوې، چې طالبانو د زوم او ناوې پر موټر، د موسیقۍ لوړ غږ له امله ډزې کړي دي. د سرچينو په خبره، يوه مرمۍ د ناوې پر سر لګېدلې ده او ژوند یې بايللی دی.

بلخوا يوه ځايي سرچينه وايي، چې يو تن وسله‌وال طالب د قتل په تور نیول شوی؛ خو طالبانو بيا په دې تړاو رسمي څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی، چې طالب وسله‌وال د افغان ولسونو پر وړاندې دا ډول کړنې ترسره کوي؛ بلکې دوی تېر کال هم د ننګرهار ولایت په سره رود سيمه کې یوه ناوې په ډزو ويشتلې او وژلې وه.

ظاهر څراغ

Back to top button