د بلخ ولايت مقام کې چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې

پنجره ورځپاڼه: د بلخ سيمه ييزې سرچينې وايي، څو شېبې وړاندې د دغه ولايت ولايت په مقام کې درنه چاودنه شوې، چې د طالبانو والي ملا محمد داوود مزمل په کې وژل شوی دی.

سرچينو همداراز ويلي چې د پېښې له ځايه يو جسد او اووه ټپيان د‌ بلخ مرکزي روغتون ته ور وړل شوي، چې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت هم نازک ښودل شوی دی.

د ياد ولايت د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم پېښه تاييد کړې او ويلي دي، چې د په دغه پېښه کې د بلخ لپاره د دوی والي هم وژل شوی دی. سرچېنې همداراز راپور ورکوي، چې امکان شته د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

ظاهر څراغ

Back to top button