د کار نړۍوال سازمان: افغانستان کې څلورمه برخه ښځې اوزګارې شوي

پنجره ورځپاڼه: رويټرز د کار نړۍوال سازمان په حواله خبر ورکوي، چې په افغانستان کې یو پر څلورمه برخه ښځینه کارکوونکې اوزګارې شوي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

سرچېنې نن سه شنبه د افغانستان لپاره د کار د نړۍوال سازمان جګپوړي غړي(رامین بهزاد) له قوله ويلي، چې د ښځو او نجونو لپاره محدودیتونه د دوی پر زده کړو او د کار د بازار پر امکاناتو سختې اغیزې کړي دي.

د کار نړۍوال سازمان معلومات ښيي، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د افغانستان ناخالص تولید له ۳۰ تر ۴۰ سلنې ته کم شوی دی.

د ويلو ده چې طالبانو شاوخوا دوه مياشتې وړاندې پر ښځو د زده کړو او کار بندیز ولګاوه. د طالبانو له دې پرېکړې وروسته ښځو ته په غيردولتي مؤسسو کې د کار کولو اجازه هم نه ورکول کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button