پاکستاني پوليسو د عمران‌خان د نيولو اقدام کړی

پنجره ورځپاڼه: پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې د دغه هېواد پوليسو د مخکيني لومړي وزير عمران‌خان د نيولو لپاره لاهور کې د هغه استوګنځي ته ورغلي دي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د يو شمير سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې د مخيکني لومړي وزیر پلويان د پوليسو پر وړاندې مقاومت کوي.

دې رسنۍ ليکلي، چې پولیس د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران‌خان د اوسېدو ځای «زمان پارک» ته ورغلي، خو وايي هغه هلته نه و.

په همدې حال کې د تحريک انصاف ګوند يوه جګپوړي چارواکي «فواد چودري» د دې ګوند له ټولو ملاتړو غوښتنه کړې، چې په لاهور کې دې د عمران‌خان د اوسېدو له ځایه دباندې راغونډ شي.

ده اخطار ورکړی چې «د عمران خان د نيولو لپاره هر ډول هڅې به په جدي توګه وضعيت خراب کړي.» ده له پاکستاني دولته د «معقول چلند» د غوښتنې له کولو سره – سره ټينګار کړی چې دا نيونه «غير قانوني» ده.

بلخوا، د اسلام اباد پوليسو پر ټويټر د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان کړی چې د محکمې له امر سره سم عمل کوي او «ټول عمليات د لاهور له پوليسو سره په همکارۍ کې پر بشپړېدو دي.»

د اسلام اباد پوليسو همداراز خبرداری ورکړی، چې له خنډ جوړوونکو سره به د قانون له امر سره سم چلند وکړي. په اعلاميه کې راغلي: «پوليس به عمران‌خان تر خپل نظارت لاندې اسلام اباد ته راولي. قانون د ټولو لپاره يو ډول دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په اسلام اباد کې يوې محکمې په دې دليل د پاکستان له واکه ګوښه شوي لومړي وزير د نيولو امر ورکړ چې په پرلپسې توګه د ځواب لپاره نه دی حاضر شوی. خان د دولتي سوغاتونو په پلورلو او د خپلې شتمنۍ په پټولو تورن دی.

ظاهر څراغ

Back to top button