ملي سوداګر عبيدالله صدرخېل له ټام ویسټ سره ليدلي

پنجره ورځپاڼه: په متحده عربيي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رئيس او ملي سوداګر عبیدالله صدرخېل د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره په واشنګټن کې ليدلي دي.

ښاغلي صدرخېل له دې‌ عکس سره چې په خپله شخصي ټویټر پاڼه يې خپور کړی ليکلي« د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي ټام ویسټ سره مې په لیدنه کې د افغان سوداګرو او د خلکو پر وړاندې پر شته ستونزو، اقتصادي مسایلو، بشري حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.»

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان سياسي او جهادي څېرو په ګډون د ګڼو هېوادونو استازو سره ناستې او ليدنې پيل کړې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button