آمنه محمد: افغان ښځې او نجونې يوازې نه دي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې او په دغه سازمان کې تر ټولو لوړپوړې چارواکې آمنه محمد له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یو لاس شي.

د ملګرو ملتونو دې لوړپوړې چارواکې ویلي، افغان مېرمنې او نجونې د زده‌کړې او روزنې له ازادۍ او اساسي حقونو څخه محرومې دي.

هغې همداراز له طالبانو څخه غوښتي، ژر تر ژره پر ښځو لګول‌شوي بندیزونه لېرې کړي او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یو لاس شي.

اغلې امنې محمد همدارنګه ویلي چې د افغانستان ښځې او نجونې یوازې نه دي او زیاته کړې یې ده چې موږ باید له دغو نجونو سره د یووالي لپاره خپل غږ پورته کړو.

نوموړې ویلي چې انلاين زده‌کړه يو ښه نوښت دى، خو ټينګار يې وکړ چې دا بسنه نه کوي. د هغې په خبره، په افغانستان کې د منځني ښوونځيو نجونې تر ۵۰۰ ورځو پورې ښوونځيو ته له تلو راګرځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد په دې وروستیو کې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی و او له یو شمیر طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

ظاهر څراغ

Back to top button