هند کې يوه افغان محصل د طلا څلور مډالونه ګټلي

پنجره ورځپاڼه: د محمد ياسين عظیمي په نوم يوه افغان محصل چې د هند ګجرات ایالت په يوه دولتي پوهنتون کې د سېول انجينرۍ برخه کې زده‌کړې کوي، د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي.

هغه له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د خپلې پوهنځي عمومي اول نمره پاتې شوی او د سرو زرو څلور مډالونه يې ګتلي دي. محمد ياسين د هندي محصلينو ترمنځ ډېر د خپلې وړتيا له مخې ډېر شهرت لري او ټول يې ستاينه کوي.

بلخوا په هند کې د افغانستان لوی سفیر فرید ماموندزي د نوموړي نه ستړې کېدونکې هڅې د قدر وړ وګڼلې، او ورته یې د ستاینلیک تر څنګ د لا نورو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده چې محمد ياسين عظيمي په تېر ۲۰۲۲ کال کې د ليسانس دوره بشپړه کړه او اوسمهال هند کې په ماسټرۍ بوخت دی.

ظاهر څراغ

Back to top button