انتونيو ګوتريش: په نړۍ کې يو ميليون ډوله حيوانات ګواښ سره مخ دي

پنجره ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونيو ګوتريش د وحشي حيواناتو د نړۍوالې ورځې په رارسېدو سره ويلي، چې په نړۍ کې يو ميليون ډوله حيوانات د نابودۍ له لوی ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان همداراز د روان ۲۰۲۳ زېږديږ کال کې د مارچ درېیمه ورځ د وحشي حيواناتو په نوم نومولې ده.

 د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونيو ګوترېش نن د يادې ورځې په مناسبت پر خپل ټويټر ليکلي، چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د انساني فعاليتونو له کبله يو ميليون ډوله حيوانات د نابودۍ له لوی ګواښ سره مخ دي.

هغه په ټولو انسانانو غږ کړی، چې د حيواناتو پر وړاندې له رحم او شفقت کار واخلي، څو د نسلونو د ورکېدو مخه یې ونیول شي.

ظاهر څراغ

Back to top button