په دې وروستيو کې پاکستان کې وسله‌وال بريدونه زيات شوي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعاتو انستیتیوت ويلي، چې په تېره یوه میاشت کې په دغه هېواد کې د وسله‌والو مخالفانو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي دي.

د دغه انستیتیوت د اعلان شويو شمېرو سره سم، د پاکستان د دولت وسله‌والو مخالفينو په یاده موده کې ۵۸ حملې کړي، چې تر ټولو ستره یې د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي دفتر و.

د ياد انستیتیوت د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په دې حملو کې ۲۷ ملکیان، ۱۷ پوځیان او ۱۷ حمله کوونکي مخالفان وژل شوي دي. دغه راز په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې ۱۳۴ کسان ټپیان شوي دي.

همداراز د پاکستان د امنیت او جنګ د مطالعاتو انستیتیوت دا هم ویلي دي، له ۲۰۱۵ را وروسته دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې په یوه میاشت کې ۵۸ حملې ترسره کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button