ايټاليا: د غيرقانوني کډوالو بايد مخنيوی وشي

پنجره ورځپاڼه: د ايټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني، د اروپايي ټولنې له مشرانو غوښتنه کړې، چې اروپا ته پر غيرقانوني لارو د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره کلک ګامونه اوچت کړي.

 هغې دا څرګندونې د ايټاليا په سواحلو کې د کډوالو د یوې بېړۍ د ډوبېدو له پېښې وروسته کړې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې لسګونه کسان مړه شوي دي.

په دې کښتۍ کې ډېری افغانان وو، چې ویل کېږي، اتیا تنو پکې ژوند بایللی، خو بلخوا ايټالیايي چارواکي بيا وايي، چې تر اوسه د ۶۷ کډوالو مړي موندل شوي دي. په دې بېړۍ کې د پاکستان، ایران او سومالیا وګړي هم شامل وو.

ویل کېږي دې کډوالو هڅه کوله اروپا ته له غیر قانوني لارې ځانونه ورسوي. د کورنیو چارو وزارت ویلي دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې پېښه کې اتیا تنه افغانان وژل شوي دي؛ خو ایټالوي چارواکي بیا یوازې د ۶۷ مړو موندل کېدل تائیدوي چې په وینا یې په یوه ورزشي تالار کې اېښوول شوي دي. له دې پېښې ۸۴ کسان ژوندي وتلي دي. چارواکي وايي، تر اوسه یې په دې تړاو درې قاچاقبر نیولي چې یو ترک او دوه نور پاکستانیان دي.

تازه د ايټاليا د لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني پر اروپايي ټولنې غږ کړی چې اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د وراتګ بشپړ مخنیوي لپاره باید نوي سخت تدابیر ونيول شي.

ظاهر څراغ

Back to top button