رامز الاکبروف: افغانستان راتلونکی کال له بشري ناورين سره مخ دی

پنجره ورځپاڼه: کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي سرمنشي استازی رامز الاکبروف، يوې غونډه کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان په را روان زیږدیز کال کې له سخت بشري ناورین سره مخ دی.

نوموړي دا څرګندونې په یوې خبري ناسته کې او په وينا يې، تېرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان ناخالص کورنی تولید ۳۳ تر ۳۵ سلنو کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان دغه لوړپوړي چارواکي همداراز ويلي، چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو د پرانیستلو په صورت کې، د ملګرو ملتونو سازمان چمتو دی؛ څو د ښوونیزو پروګرامونو له پيلولو سره افغانستان کې له ښځو او نجونو سره مرسته وکړي.

هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پيله تر دې دمه د ښوونځيو او شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلي دي. د ويلو ده، چې طالبانو د زده کړو له بنديزونو وروسته په ټول هېواد کې په غيردولتي بهرنيو او کورنيو مؤسسو کې د ښځو پر دندو هم بندیز ولګاوه.

ظاهر څراغ

Back to top button