کندهار کې د لسګونو ځوانانو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره وشول

پنجره ورځپاڼه: په کندهار کې د احمد سېلاب خیریه بنسټ په مالي مرسته پرون ورځ د ۵۰ تنو هغو ځوانانو د ډله‌ييز واده مراسم شوي، چې په خپله یې د واده کولو توان نه درلود.

همداراز د ياد بنسټ له لوري هرې جوړې ته ۲۰۰ قلمه کورني او د ژوند د اړتیاوو وړ لومړني توکي ډالۍ شوي دي.د دې ډله‌ييز واده په تړاو د بنسټ مشر، سید احمد سېلاب رسنيو ته ویلي، په دې ډله ځوانانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې زده‌کړې کړي؛ خو د واده کولو توان یې نه درلود.

سېلاب همدارنګه ويلي، چې ورته مراسم يې نه يوازې په کندهار، بلکې د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم ترسره کړي دي.د ياد بنسټ مشر په خبره، د ډله‌ييزو ودونو له ترسره‌کېدو څخه يې موخه د بېځايه لګښتونو او زيات ولور مخه نېول دي.

افغانستان کې په ځانګړي توګه پښتنو ټولنو کې، د بېلابېلو دودونو له مخې، واده کول ګران او د ځوانانو لپاره د اندېښنې وړ مساله بلل کېږي.

د ويلو ده، چې تر دې وړاندې د کابل، غزني، بلخ، دایکندي او هرات په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ډله‌ییز ودونه ترسره شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button