اوچا: افغانستان کې د زده‌کړو ملاتړ لپاره ميليونونه ډالره بوديجې ته اړتيا ده

پنجره ورځپاڼه: اوچا يا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، روان میلادي کال کې د زده‌کړو د ملاتړ لپاره د ۲۱۵ مېلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

  اوچا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې ۸.۷ مېلیونه خلک د زده کړو په برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري، چې له دې ډلې دوی ۳.۱ مېلیونه خلکو ته په روان ۲۰۲۳ کال کې لومړيتوب ورکړی دی.

يادې ادارې دا پیسې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو، ښوونځیو ته د تجهیزاتو پوره کولو، ښوونکو ته د روزنې او له لرې د زده‌کړو د خدماتو برابرولو په برخو کې غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي، که طالبان نوي ښوونیز کال کې هم د نجونو ښوونځیو ته د پرانيستلو اجازه ور نه کړه،نو څه باندې ۲۱۵ زره نورې هغه نجونې چې تازه اوومو ټولګیو ته بریالۍ شوي، له زدکړو محرومي شي.

اوچا دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو پر ښوونځیو د بندیز نن پوره ۵۳۲ ورځې پوره کېږي. همدارنګه په لوړو زده کړو کې يې د نجونو په لګيدلي بندیز هم شاوخوا دوې میاشتې پوره شوې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button