د پاکستان مخکيني صدراعظم عمران‌خان د نيولو امر شوی

پنجره ورځپاڼه: پاکستان کې د يو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې یوې محکمې د دغه هېواد د مخکيني صدراعظم، عمران‌خان د نیولو امر کړی دی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، خان ته څو ځلې ویل شوي و، چې محکمې ته حاضر شي؛ خو هغه د محکمې دا خبره بابېزه ګڼلې او سرغړونه یې ترې کړې ده.

پاکستاني سياسي شنونکو بيا رسنیو ته ویلي چې که عمران‌خان دا ځل ونیول شي، د همدې سرغړونو له امله ‘په ضمانت د بیاخوشې کېدو’ چانس یې هم نشته.

د رسنيو راپورونه زياتوي، چې خان د خپلې واکمنۍ پر مهال په پټه دولتي سوغاتونو په پټولو تورن دی. ورته وخت کې سرچینې ليکي، چې د عمران خان مدافع وکیل د محکمې د دې فرمان د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مخکني صدراعظم د ګوند د سلګونو کسانو د نیول‌کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې پکې د پاکستان د بهرنیو چارو مخکنی وزیر او د عمران خان ملاتړی، شاه‌محمود قریشي لاس تړلی په موټر کې اچول شوی دی.

د یادولو ده چې له واکه تر ګوښه‌کېدو وروسته عمران خان په پاکستان کې په پراخه لاریونه پیل کړل، چې یو ځل پرې وسله‌وال برید هم وشو او پښه یې هم ټپي کړ.

ظاهر څراغ

Back to top button