جرمني: د افغانستان اړمنو خلکو سره مرستې ته دوام ورکوو

پنجره ورځپاڼه: د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې لاهم د افغانستان اړمنو خلکو سره مرستو ته پوره چمتو دی.

هغې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۲مه غونډه کې کړي او ویلي يې دي، چې دوی له هغو افغانانو سره د مرستو ډاډ څرګندوي چې لاهم خوړو او درملو ته اړتیا لري.

نوموړې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونو ته په اشاره ویلي چې دا له بشري حقونو تر ټولو کلکې سرغړونې دي.

مېرمن بایربوک همداراز زیاته کړې ده، چې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د نقض شاهدان دي او د طالبانو دا ډول کړنې به د دغه هېواد لپاره ناوړه پایلې له ځان سره ولري.

ظاهر څراغ

Back to top button