شمالي وزيرستان کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

پنجره ورځپاڼه: د پاکستاني پوځ رسنيزې څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد درې پوځيان د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې له وسله‌والو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې ليکل شوي، چې د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې د پوځيانو او وسله‌والو ترمنځ ډزې تبادله شوې، چې په پايله کې يې دوه وسله‌وال وژل شوي او دوه نور يې له وسلو او مهماتو سره ژوندي نیول شوي. خبرپاڼه زياتوي، چې دغه وسله‌وال د پوځيانو او ملکيانو پر خلاف په تروريستي کړنو تورن دي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې له شمالي وزيرستان څخه بنو ته پر لاره د پوځيانو پر کاروان چې بنديان يې لېږل د پاکستاني طالبانو د يوه بريد خبر ورکړی و او ادعا يې کړې وه چې په دې بريد کې يې اووه تنه طالبان وژلي دي.

 خیبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د پاکستاني پوځ پر خلاف جګړې وروسته له هغې زيات زور واخيست، چې د پاکستاني طالبانو تحريک د‌ دغه هېواد له حکومت سره په تېره نوامبر مياشت کې خپل اوربند پای ته ورسولو.

ظاهر څراغ

Back to top button