اوچا: افغان ځمکه په ترټولو زیاتو چاودېدونکو توکو ککړه ده

پنجره ورځپاڼه: اوچا يا د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره وايي، چې د نړۍ ترټولو زياتو چاوديدونکي توکو د افغانستان خاوره ککړه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، په افغانستان کې په چاودېدونکو توکو د ککړې شوې ځمکې د پاکول ۱۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې چاودېدونکو توکو ککړه ځمکې د افغانستان د ۴.۹ میلیون اوسيدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

خو خلک بيا طالبان چې دمګړۍ د افغانستان واکمنان دي له تېرو شلو کلونو راهیسې له مخکینیو حکومتونو سره د جګړې پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو په ایښودلو تورنوي.

ظاهر څراغ

Back to top button