Trending

د کابل ـ ننګرهار لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې

پنجره ورځپاڼه: سيمه ييزې سرچينې وايي، چې د کابل-ننګرهار لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې د یوه ټانکر موټر د اوښتو له امله تړل شوې ده.

سرچينې وایي،دغه ټانکر موټر نن سهار د کابل ـ ننګرهار پر لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې چپه شوی، له امله يې لار تړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې، دغه لاره د جلال اباد له لوري د نغلو څخه بنده ده او همدا شان د کابل له لوري د ماهیپر تر خولې بنده ده. سرچينې همداراز له مسافرو غوښتي، چې په دې لاره له تګ راتګ ډډه وکړي.

د کابل ـ ننګرهار لویه لاره د هیواد یو له مهمو لارو بلل کېږي، چې د مسافرو سربیره پرې سوداګریز موټر هم تګ راتګ کوي.

ظاهر څراغ

Back to top button