ترکي حکومت تر زلزلې وروسته له سلګونو کسانو پلټنې کوي

پنجره ورځپاڼه: د ترکيې عدليې وزارت ويلي، چې د دغه هېواد په مرګونې زلزله کې د نړېدلو ودانيو په تړاو يې له ۶۱۲ کسانو پلټنې پيل کړې دي.

د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ۶۱۲ شکمنو کسانو څخه یې ۱۸۴ تنه زنداني شوي دي. د ياد وزارت په وينا، زنداني شويو کسانو کې قرارداديان، د ودانيو مالکان او مديران شامل دي. دغه وزارت ویلي، چې د جرمي تحقيقاتو د ثبوتونو موندنو په خاطر ودانيو کې پلټنه روانه ده.

دوه اونۍ وړاندې زورورو زلزلو په ترکيه کې تر ۴۴ زره زيات او تر ۵ زره او پنځه سوه زيات خلک يې د سوريې په شمال کې وژلي دي. تر دې زلزلې وروسته ډېری ترکانو د هغو يو لک او ۷۳ زره ودانيو د کيفيت په اړه پوښتنې پېل کړې چې په دې زلزله کې نړيدلې وې او يا سختې زيانمنې شوې وې.

يوې ځايي سرچينې خبر ورکړی، چې د زلزلې مرکز ته د نږدې ښارګوټي ښاروال نيول شوی ، تر څو د ودانيو ړنګېدو په لړ کې ترې پلټنې وشي.

ظاهر څراغ

Back to top button