د پاکستان په کراچۍ زندان کې یو بل افغان بندي مړ شوی

پنجره ورځپاڼه:‌ د پاکستان رسنۍ په دغه هېواد کې د کراچۍ ښار په زندان کې یو بل افغان بندي هم ساه ورکولو خبر ورکړی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې «دي نېشن» ويلي، چې دا افغان فیض محمد نومېده او ۶۰ کاله عمر یې لرلو. دې سرچینې زیاته کړې، هغه له لسګونو نورو افغانانو سره تېره میاشت له نیول کېدو وروسته د کراچۍ ښار په لانډي محبس کې بندي شوی و، چې له سختې ناروغۍ وروسته يې ژوند له لاسه ورکړ.

يادې رسنۍ د ځايي امنيتي سرچينو له قوله ويلي، چې د بند پر مهال یاد افغان ته ناروغي پيدا شوې وه چې په اړه يې په کراچۍ کې افغان کونسل جنرال ته هم خبر ورکړل شوی و.

د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم څو نور افغانان د کراچۍ په زندان کې مړه شوي دي. بلخوا د‌ يو بل خبر پر اساس د پاکستان امنیتي سرچینو د خیبرپښتونخوا د پېښور هوايي ډګر کې پنځه افغانان نیولي او په وينا یې چې دوی غوښتل په جعلي اسنادو بریتانیا ته سفر وكړي.

ظاهر څراغ

Back to top button