Trending

پوتين: غرب دې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي

د روسیې ولسمشر ويلي غرب دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستي ته اړتیا لري.

دده په خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ترې ګټه واخیستل شي.

پوتین زياتوي افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لري او نور باید د افغانانو پر برخلیک لوبې و نه شي.

پوتین ويلي، د غرب هغه انګیرنه ناسمه ده، چې ګواکې طالبان به په دې پیسو وسلې واخلي، هغه زیاتوي دا مهال په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې پرتې دي او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لري.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د طالبانو حکومت په واکمنېدو سره غرب او امریکا د افغانستان ۹ ملياډه امريکايي ډالره کنګل کړي.

همداراز تېره ورځ په امريکا کې د سپټمبر ۱۱ قربانيانو کورنيو د امريکا له حکومت غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پيسې دوی ته ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button