امريکا: مونږ او پاکستان د طالبانو د ژمنو په عملي کولو کې شریکې ګټې لرو

پنجره ورځپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امريکا او پاکستان د طالبانو د ژمنو په عملي کولو کې شریکې ګټې لري.

تازه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې خبري غونډه کې ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې ترهګرې ډلې نور د سیمه‌ییز ټیکاو د ګواښلو توان نه لري.

 بلخوا طالبان بيا د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر وړاندې د احتمالي کار اخیستنې په تړاو د ځينو هېوادونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونو اندېښنه بې اساسه بولي.

 د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې د کار نه اخیستل، د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د طالبانو د چارواکو د نومونو لرې کېدل او د ښځو د حقونو په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب د دوحې د هوکړه لیک له مهمو مواردو ګڼل کېږي؛ خو په تېرو اتلسو میاشتو کې امریکا او طالبانو یو بل د دوحې د هوکړه لیک پر نقض تورن کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې د پاکستان د پوځ د استخباراتو رئيس پر مشرۍ يو لوړپوړی افغانستان ته له طالبانو سره د خبرو په موخه سفر کړی و.

ظاهر څراغ

Back to top button