بدخشان کې واورې ښویيدنې د ۴ کسانو ژوند اخيستی

پنجره ورځپاڼه: د بدخشان سیمه ییزې رسنۍ د دغه ولايت په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله د څلورو کسانو د مړينې خبر ورکوي.

د يا‌د ولايت سيمه ييزې سرچينې وايي، چې دغو کسانو د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ په تاق ارچه شيوه سيمه کې د واروې ښوېيدنې له امله ژوند بايللی دی. سرچينو، د دې پېښې له امله د مالي زيان او د استوګنيزو کورونو ويجاړېدو په تړاو نور جزيات نه دي خپاره کړي.

بدخشان، چې د هيواد شمال ختيځ کې يو غرنی او ډېر سوړ ولايت دی، د ژمي پر مهال پکې وخت ناوخته د واورې ښوييدنې ورته پېښي رامنځته کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button