لندن کې د افغان او اوکرایني کډوالو لپاره کورونه جوړېږي

پنجره ورځپاڼه: يو شمېر بريټانوي رسنيو په لندن ښار د افغان او اوکرایني کډوالو لپاره لپاره د سلګونو استوګنيزو کورونو د جوړیدو خبر ورکړی دی.

 راپورونه وايي، دغه پروګرام به د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې دوام کوي، چې شاوخوا ۶۰۰ کورونه به جوړ شي. سرچينو ویلي، چې د پناه غوښتونکو د کورونو پروګرام د افغانانو او اوکراینیانو لپاره دي چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلي او اوس په لندن کې اوسي.

سرچينو د لندن ښار حکومتي چارواکو له قوله ويلي، چې زیات پناه غوښتونکي په داسې لنډمهاله کورونو کې اوسيږي، چې د اوسېدو وړ نه دي.

تر دې وړاندې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې څو اونۍ مخکې راپور ورکړی و چې دا مهال په بریتانیا کې شاوخوا ۹۰۰۰ افغان کډوال له خپل هېواده تر لېږدولو ۱۸ میاشتې وروسته هم په لنډمهاله کورونو کې ژوند کوي.

ظاهر څراغ

Back to top button