په ټول هېواد کې به د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورټ ریاست وايي چې د کب په ۱۰مه، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.

د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، خلک به له یادې نېټې وروسته وکولای شي، چې پاسپورټ ته د انلاین سېسټم له لارې نوملیکنه وکړي.

د پاسپورټ ریاست د معلوماتو له مخې، هغو کسانو چې په کابل کې یې د پاسپورټونو اخیستو لپاره نوملیکنه کړې، خو اوس په ولایتونو کې دي، کولای شي چې د پاسپورټ انلاین سېسټم ته ننوځي او خپل ولایت بدل کړي.

ياد رياست همداراز ويلي، چې د ولایتونو چارې په مرکز کې نه اجرا کوي او د پاسپورټ غوښتونکي یې باید په خپلو ولایتونو کې پر مخ بوځي.

دا په داسې حال کې ده د پاسپورټ ریاست شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په مرکز کې د وسایلو او ماشینونو د تخنیکي ستونزو له کبله د پاسپورټونو د وېش لړۍ درولې وه چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

ظاهر څراغ

Back to top button