بلغاريا کې د ۱۸ افغانانو د مړینې په تړاو ۷ کسان ونیول شول

پنجره ورځپاڼه: بلغاریايي رسنيو ویلي یوه ورځ وروسته له هغه چې د ۱۸ افغانانو جسدونه له پلازمینې صوفیا څخه بهر په یوه لارۍ کې وموندل شول، د دغه هېواد پولیسو د پېښې په تړاو ۷ کسان نیولي دي.

سرچينو د لومړنيو څېړنو له مخې ويلي، چې قاچاقبرانو غوښتل په لارۍ کې ۵۲ کسان ولېږدوي او د لرګیو تر تختو لاندې یې پټ کړي وو، چې ۱۸ تنو یې د ساه بندۍ له امله ژوند بايللی دی.

د سرچينو په وينا، د افغانانو دغه ډله له ترکیې څخه د بلغاریا له لارې د لویدیځې اروپا په لور روان وو. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي فرانس پريس خبري اژانس ته منلې، چې ۷ کسان نیول شوي دي.

دغه راز یو بل چارواکي ویلي چې د قاچاقبرانو د ډلې مشر هم په دغو نیول شویو کسانو کې دی او په وینا یې هغه دمخه هم د انسانانو د قاچاق کولو په تور پنځه میاشتې بند تېر کړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button