امريکا چین ته له روسيې سره د مرستې په تړاو خبرداری ورکړ

پنجره ورځپاڼه: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د بيجينګ له لوړپوړي ډيپلوماټ سره په خبرو کې د اوکراين پر وړاندې له روسيې سره د مرستې په اړه خبرداری ورکړی. هغه ويلي، د امريکا پر فضا کې چينايي بالون راتګ د هوايي حريم نقض دی او په کلکه غندلی دی.

دې دوو لوړپوړو چارواکو پرون ورځ د جرمني په مونيخ کې د نړۍوال امنيتي کانفرانس په څنډو کې سره ليدلي. تر دې ليدنې څو ساعته وړاندې وانګ‌يي واشنګټن د شکمن جاسوسي بالون د روانې شخړې پر سر «پارېدلی» بللی و.

د دغو دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې تر هغه وروسته ترينګلې شوې چې واشنګټن ويلي و، چې چين يې د هيواد پر فضا جاسوسي بالون الوزولی دی، وروسته دا بالون د امريکايي جيټ الوتکو له لوري وويشتل شو. دا شخړه په داسې مهال کې را پيدا کېږي چې لوېديځ د اوکراين د جګړې په اړه د بيجينګ غبرګون له نږدې څاري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړپوړي چارواکي له خبريالانو سره په ټیليفوني خبرو کې ويلي چې چين هڅه کوله چې «دواړه اړخه وپالي»، هم يې ويل چې د سولې په برخه کې مرسته کوي خو په عين مهال کې پر اوکراين د روسي يرغل د ملاتړ لپاره «اندېښمنوونکي» ګامونه اخلي.

روسيې او چين تېر کال په فبروري کې پر اوکراين د روسيې تر بريد وړاندې د نا محدودې ملګرتيا تړون هم لاسليک کړی دی.

لوېديځ د اوکراين د جګړې په تړاو د چين غبرګون ته اندېښمن دی او ورسره دا اندېښنه هم لري چې د روسيې بريا ښايي د ټايوان په اړه د چين پر اقدام اغېز وکړي. چين پر اوکراين د روسيې بريد نه دی غندلی او نه يې هم دا «يرغل» بللی دی.

وانګ‌يي په کانفرانس کې د خبرو پر مهال د ډيالوګ خبره بیا تکرار کړې او اروپايي هيوادونو ته يې مشوره ورکړې چې د جګړې ختمولو په اړه دې په سړه سينه فکر وکړي. هغه ویلي، چې ځينې ځواکونه شته چې نه غواړي مذاکرات بريالي شي او دا جګړه ژر ختمه شي؛ خو په دې هکله کې یې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

ظاهر څراغ

Back to top button