افغانستان د نجونو زده‌کړو په برخه کې له بحران سره مخ هېواد شو

پنجره ورځپاڼه: ملګري ملتونه وایي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی چې د نجونو زده‌کړو په برخه کې په بحراني وضعیت کې دی.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش ويلي، چې دمګړۍ د جګړو له امله ۲۲۲ مېلیونه نجونې بې‌ځایه شوي چې له دې ډلې له ۷۸ مېلیونه زیاتې یې ماشومانې دي.

هغه دا خبره په یوه ټویټ کې کړې او په وينا يې، درېیمه برخه هغه کسان چې، د روزنې په بحران له بحران سره مخ دي، په کانګو، اېتوپیا، مالي، نایجریا، پاکستان، سوډان، سومالیا، سویلي سوډان، یمن او افغانستان کې ژوند کوي.

له دې سره سم، په هېواد کې ګڼ شمېر محصلينو د نوی تعلیمي کال په رانږدې کيدو سره له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د پرانيستلو په تړاو خپله پرېکړه وروستۍ کړي.

ظاهر څراغ

Back to top button