راين کراکر: طالبانو افغانستان د بربادۍ پر لور روان کړی

پنجره ورځپاڼه: افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وایي، چې د طالبانو افغانستان د بربادۍ پر لور روان کړی، خو دغه رژیم به دوام ونه‌کړي او ډېر ژر به رانسکور شي.

هغه دا څرګندونې د امریکا غږ ټلویزون انګلیسي څانګې سره په خپلې تازه مرکه کې کړي او ويلي دي، چې د طالبانو رژیم به له ډېر نړۍوال فشار پرته د خپلو افراطي او ظالمانه کړنو له امله سقوط شي.

نوموړي ويلي، چې د طالبانو رژیم افغانان تر سختو فشارونو لاندې نیولي، د افغانستان اقتصاد یې سقوط کړی او ګاونډیو هېوادونو ته یې هم خطر جوړ کړی.

دغه پخواني امريکايي ډيپلومات وړاندوينه کړې، چې د طالبانو د پرزولو لپاره به یو منظم حرکت پيلیږي؛ خو په وينا يې« زه نه پوهیږم، دا حرکت به له کومه پيلیږي.»

راین کراکر په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه او د دوی له لوري له بشري حقونو پراخې سرغړونې ته په اشارې سره، د امریکا متحده ایالاتو اوسنی حکومت د افغانستان په اړه د ناسمو پریکړو اصلي ګرم وباله.

ياد امريکايي دیپلومات همداراز جو بایډن پر دې تورن کړی، چې له افغانستان څخه په غیرمسوولانه ډول د ځواکونو په ایستلو یې د خپلو افغان متحدینو او پخوانیو همکارانو ژوند له خطر سره مخ کړی او اوس له دغه خطر څخه په ایستلو کې یې لازم اقدامات نه کوي.

راین کراکر، چې شاوخوا ۴۰ کاله په ګڼو هېوادونو کې د امریکا سفیر و، د یو شمېر هېوادونو له لوري د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل ممکن نه بولي.

هغه په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو تړل کیدو ته په اشارې وایي، چې په کابل کې د بهرنیو سفارتونو دروازې په تړل کېدو دي او له دې پریکړو ښکاري، چې طالبان د بهرنیو ديپلوماتيکو مرکزونو د امنیت په ټینګښت نه دي توانیدلي، چې دا یې د دیپلوماتیکو اړیکو د لا کم رنګه کېدو لامل ګرځي.

دغه پخوانی امریکایي دیپلومات له طالبانو سره د ایران، چین او روسیې د اړیکو په اړه وایي، چې په دې برخه کې هم امریکا ګرمه ده، ځکه لا یې د افغانستان لپاره سفیر په قطر کې دی او طالبانو سره لیدنې کتنې لري.

راين کراکر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په دې وروستيو کې د طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو راپورونه ورکول کېږي.

ظاهر څراغ

Back to top button