سيګار: افغانستان کې د کال په روان فصل کې هم د کوکنارو کښت شوی

پنجره ورځپاڼه: سيګار يا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې د امريکا کانګرس ته په يوه تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د کال په روان فصل کې هم د کوکنارو کښت شوی دی.

په راپور کې راغلي چې، د روان فصل تارياک د ثور په مياشت کې ټوليږي او دا فصل به له نشه‌يي توکو سره د طالبانو چلند څرګنده کړي.

 د سيګار ادارې د امريکا کانګرس ته په لېږل شوي راپور کې راغلي، که څه هم واشنګټن له ۲۰۲۱ ميلادي کال راهیسې په افغانستان کې په مستقيم ډول د کوکنارو د کښت څارنه نه‌کوي؛ خو د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې ادارې سره په ګډه همکارۍ د کوکنارو کښت د توليد وضعیت څاري.

د امريکا له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارې له ۲۰۲۲ ميلادي کال له لومړيو وختونو څخه بیا د ډسمبر د میاشتې تر پايه پورې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو د توليد په اړه د سروې په برخه کې تر ۲۵ ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي.

د ويلو ده، چې سيګار تر دې وړاندې هم افغانستان کې د کوکنارو د کښت راپور ورکړی و، چې ګڼو نړۍوالو سازمانونو پرې اندېښنې څرګندې کړې وې.

ظاهر څراغ

Back to top button