آمنه محمد: نړۍوالې ټولنې ته د افغان نجونو زده‌کړې لومړیتوب دي

پنجره ورځپاڼه: ملګري‌ ملتونه وايي،‌ په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې مهم لومړیتوب د ښځو او نجونو زده‌کړې دي؛ خو طالبانو تر امرثاني پورې ځنډولې دي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه محمد هغې غونډې ته په خپل يوه پيغام کې څرګنده کړې، چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پوهنې لپاره د بسپنې راټولونې په موخه جوړه شوې ده. دغه راز ددې غوندې ډېری ګډونوالو له زده‌کړو د محرومو افغان نجونو سره خپل یووالی او ملاتړ اعلان کړ.

ټاکل شوې دې نړۍواله ناسته کې چې د زده‌کړې نه شو ځنډولی تر سرلیک لاندې روانه ده،‌ مرسته کوونکي هېوادونه او نړۍوال سازمانونه د ۲۰۲۳ کال لپاره له پوهنې د ملاتړ لپاره خپلې مرستې په ډاګه کړي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنه محمد په استولي پیغام کې ویلي، د نړۍ لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب د افغان نجونو زده‌کړې دي. د ملګرو ملتونو دغې لوړپوړې مشرې همدارنګه له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، په افغانستان کې پوهنې ته لاس رسي لپاره خپلې مرستې جاري وساتي.

ظاهر څراغ

Back to top button